تازه خبرونه
په روزگان كې دوه چاودنو دوه پوليس وژلي او يو بل ټپي دى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د روزگان ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير سمونوال گلاب خان وايي، چې يوه چاودنه نن چارشنبه(د كب۲۱) په اووه نيمو بجو د ترينكوټ په شلوغ مانده سيمه كې د پوليسو په موټر شوې او دوه پوليس يې وژلي دي.
هغه وايي، چې له دې وروسته په نهو بجو د دغه ښار په گرم آب مانده سيمه كې هم د پوليسو په موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې يو پوليس سخت ټپي شوى دى.
هغه وايي، چې د دواړو پېښو لامل د سړك غاړې ماينونه دي.
تراوسه د دې چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.