تازه خبرونه
په روغتیايي سکتور کې ټولې ښځینه کارکوونکې له دندو برخمنې دي – روغتیا وزیر
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد د شنبې پر ورځ په تهران کې د G5 هېوادونو د استازیو ۲۶ غونډې ته ویلي، چې د روغتیا په برخه کې هیڅ ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع شوې نده.
نوموړي یادې ناستې ته د وینا پر مهال دا اوازې رد کړې او هغه یې د ځینو خود غرضه ډلو او کړیو کار وباله.
هغه وایي؛ ځینې خود غرضه کړۍ کله ناکله د ټولنې د ذهنونو د مغشوشولو لپاره اوازې خپروي، چې ښځینه روغتیايي کارکوونکي له کار څخه منع شوي دي. په داسې حال کې، چې ټولې ښځینه کارکوونکې خپلو هېوادوالو ته د اسلامي او شرعي احکامو په رڼا کې ښځینه ناروغانو، میندو او ماشومانو ته ډاډمن روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
دغه راز قلندر عباد څرګنده کړې؛ د روغتیا په برخه کې همکاري ډېره مهمه ده، په ځانګړي توګه د ساري ناروغیو د څارنې په برخه کې.
نوموړی وایي: ناروغۍ پولې نه پېژني، مونږ بايد په ګډه د دې ډول پېښو پر وړاندې مبارزه وکړو.
عباد دغه راز د روغتيا په برخه کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې ډاډ څرګند کړ او وایي، چې د عامې روغتيا وزارت اوس په هغو سيمو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي، چې کلونه کلونه ترې بې برخې ول.
عباد وایي: مونږ اوس په دې سيمو کې خپلو هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابره کړې، په ځينو برخو کې اوس هم کار پاتې دى؛ ځکه، نو په دې اړه همغږي او مرستې ته اړتيا ده.
نوموړي دا هم ویلي؛ افغانستان د کرونا واکسین د پلي کولو په برخه کې مخکښ هېواد دی او د نورو عادي واکسیناسیون او پولیو ضد کمپاینونو په ترسره کولو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
هغه په همدې حال کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د روغتیا په نړیواله شورا او د ختیځې مدیترانې سیمه ییزې ټولنې یا EMRO کې د افغانستان استازیتوب ته زمینه برابره کړي.
قلندر عباد په دې اړه وایي: نړیوال همکاران او د افغانستان خواخوږي هېوادونه باید له مونږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي، چې افغانستان د نړیوالې روغتیایي اسامبلۍ او ختیځې مدیترانهیي حوزوي ټولنې یا EMRO غړیتوب، چې د روغتیا وزارت حق دی ترلاسه کړي او خپل روغتیایي لومړیتوبونه او اړتیاوې له نړیوالو سره شریکې او حل لارې ورته ومومي.
د G5 په ۲۶ غونډه کې ایران، پاکستان، افغانستان، عراق او تاجکستان راټول شوي او د روغتیایي همکاریو په لټه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په خپل دې سفر کې د ایران د ولسمشر له مرستیالې میرمن انیسه خزعلی سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا په ځانګړي توګه د روغتیايي پرسونل د وړتیاوو د لوړولو، د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې او د روغتیا په برخه کې د تجربو پر شریکولو خبرې کړې دي.