تازه خبرونه
په روژه کې د بيات بنياد د مرستو لړى غزني ته ورسيده
په روژه کې د بیات بنیاد په مرستو کې اوړه ، غوړي ، وريجې، مالكه، چاى او د ماشومانو له پاره ځواکمن خوراکي توکي د شامل دي، چې پر بېوزلو كورنيو ووېشل شول.
په غزني کې ځوانې او زړې ښځې له بېوزلۍ او فقر له لاسه ځوريږي او په دې مباركه روژه كې د بيات بنياد مرستې له اړو كورنيو سره لويه همكاري ګڼي.
دا كورنې د بيات بنياد د مرستوپه ترلاسه كولو خوښې دي.
د غزني ښار د قلعه شهاده د خلكو استازى سخي داد اعتماديد بيات بنياد له استازي کربلایي امین څخه غواړي، چې د دې سيمې له اوسيدونكیو سره خپلې مرستو روانې وساتي.
د بيات بنياد استازى کربلایي امین وايي، له دې وړاندې هم بيات بنياد په دې ولايت كې له خلكو سره ورته مرستې كړې او د دې ولايت له اوسيدونكیو سره به خپلې مرستې روانې وساتي.
له دې وړاندې هم بيات بنياد په غزني كې د مرستو ترڅنګ بنسټيز كارونه كړي، چې كولى شو په توحيدآباد سيمه كې يې د زينبيه فرهنګي مركز جوړول، چې په كتابتون او كمپيوټرونو سمبال دى د بيلګې په توګه ياد كړو .