تازه خبرونه
په روژه کې میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي – اوچا
د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) ناوخته په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې هېواد کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د روژې میاشتې له رارسېدو سره په افغانستان کې میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهیږي، چې خپل راتلونکی خواړه به له چا ترلاسه کوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) ناوخته په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې هېواد کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.
اوچا زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ۳.۱ میلیون خلک په بېړني حالت کې دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو خلکو مخ پر زیاتیدونکي شمېر ته د رسېدنې لپاره د بودجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اوچا د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اړمنو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۹ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده، چې اوس یوازې ۹.۹ میلیون ډالر مرسته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
