تازه خبرونه

په زابل كې د خاك افغان ولسوالۍ د ترلاسه كولو عمليات پيل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د زابل د پوليسو قوماندان وايي، چې امنيتي ځواكونو د خاك افغان ولسوالۍ د نيولو لپاره خپل عمليات پيل كړي دي.

د امنيتي سرچپنو په وينا، دا دهغو عملياتو لړۍ ده، چې له تېرې يوې مياشتې راپديخوا د دغه ولايت په مربوطاتو كې پيل شوي او غواړي هغه سيمې له وسله والو طالبانو پاكې كړي، چې تراوسه يې په كې فعاليتونه ليدل كيږي.

د خاك افغان ولسوالۍ له له تېرو لس كلونو را پديخوا د وسله والو طالبانو په ولكه كې ده.

د زابل د پوليسو قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونى وايي:

د اميد په نامه په دې عملياتو كې تراوسه دېرش وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه وايي، په عملياتو كې ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت ځواكونه ونډه لري او دوام به ومومي.

د زابل امنیتي چارواکي په داسې حال کې دا عمليات كوي، چې د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونكي وايي د دولت د نه حاكميت له كبله په تېرو لس كلونو كې د بيارغونې او نورو خدمتونو څخه محروم پاتې شوي دي.

Trending

Exit mobile version