تازه خبرونه
په زابل كې د رومانيايي سرتېرو پر گزمه ځانمرگى بريد شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د زابل ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو پر موټر ځانمرگي بريد يو بهرنى سرتېرى وژلى دى.
د زابل د شهرصفا ولسوال عبدالخالق ايوبي وايي:
دا چاودنه نن نهه نيمې بجې د کندهارـ کابل پر لويه لار د دې ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سيمه کې د رومانيايي سرتېرو پر گزمه شوې ده.
هغه زياتوي، چې په دې بريد كې درې نور رومانيايي سرتېري او دوه ملكي وگړي ټپيان دي.