سیمه ییز خبرونه
په زابل كې د ميشتو قومونو د همغږۍ شورا رامنځته شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د شنبې په ورځ( د لړم۱۳) د زابل ولایت په مرکز قلات ښارکې د ټولو میشتو قومونو د یوالي اوهمږغۍ لپاره پراخه شورا جوړه شوه.
د دغه ولايت قومي مشران وايي، چې:
د يادې شورا له جوړولو مو موخه د قومونو ترمنځ يو والى او له دولت سره همكاري ده.
په ولسي جرگه کې د دې ولایت د خلكو استازی حمیدالله توخي وایي، چې:
په یاده شورا کې د زابل د ټولو میشتو قومونو استازي برخه لري.
د توخي په وینا:
ټول قومونه له دولت سره د امنیت په ټينگښت کې؛ ځكه پوره ونده اخلي، چې په ښارکې د غلچکي بریدونو مخه ونیول شي.
توخي زياتوي، چې:
یاده شورا به د زابل د خلکو له حقوقو څخه هم دفاع کوي.
په زابل ولایت کي د قومونو د یوالي لپاره دغه شورا په داسې حال کې جوړیږي، چې په دې وروستیو کې غلچکي بریدونه زیات شوي دي.