تازه خبرونه

په زابل كې د وسلوالو طالبانو په خپلمنځي نښته كې پنځوس طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د زابل د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتيار وايي، چې دا نښته له تېرې ورځې را په ديخوا د ارغنداب په اختر سيمه او خاك افغان ولسوالې كې پيل شوې ده.

هغه وايي، چې جگړه د اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د افرادو ترمنځ روانه ده.

نوموړى زیاتوي، چې تراوسه په دې نښته كې د ملارسول څلويښت كسان وژل شوياو دېرش ژوندي نيول شوي دي؛ خو د اختر محمد منصور لس تنه وژل شوي دي.

محلي چارواكي وايي،چې تراوسه له سيمې څخه د ملكي مرگ و ژوبلې په اړه معلومات نشته.

طالبانو تراوسه په دې اړه افغان رسنیو ته څه نه دي ويلي . 

Trending

Exit mobile version