تازه خبرونه

په زابل كې د يو دېرش مسافرو تښتوونكي له دولت څخه غوښتني لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په زابل كې د يو ديرش مسافرو تښتوونكیو د هغوى د خوشي كولو په بدل كې غوښتني کړي.

په زابل كې له درې ځله هڅو وروسته د زابل او غزني قومي مشران توانيدلي، چې د هغو ۳۱ مسافرو له تښتوونكیو سره خبرې وكړي، چې په دغه ولايت كې تښتول شوي دي.

د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بیان وايي:

تښتوونکي د تښتول شویوکسانو د خوشي كولو په بدل کي ځيني غوښتني لري، چی له دولتي چارواكو سره شريكې شوې دي.

نوموړی كه څه هم نه غواړي دا غوښتني افشا كړي؛ خو هيله من دى، چې دا كسان به ژر راخوشي شي.

په زابل كې يو شمېر مدني فعالان گاونډ هيوادونه په دې پيښه كې په لاس لرلو تورنوي او وايي، چې غواړي په افغانستان كې قومي اختلافاتو ته لمن ووهي.

دوى د علماوو په شورا هم نيوكه كوي، چې په دې برخه كې چوپه خوله دي .

د زابل د ولايتي شورا رییس په پوره ډاډ وايي، چی تښتول شوي کسان اوس هم په دغه ولايت كې دي او وسلوال يې له يوې سيمې بلې ته ليږدوي.

هغه وايي د زابل او غزني د ولايتي شورا له خوا استول شوي قومي مشران تراوسه هم له وسلوالو سره په خبرو بوخت دي .

دغه راز په كندهار كې د بشري حقونو خپلواك كميسيون رییس عبدالقادر نورزى له وسلوالو غوښتي، چې د برمته شويو كسانو په راخوشي كولو كې دې مرسته وكړي.

د یادوني وړ ده، چي دغه کسان د کب په 4 د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ څخه ماښام مهال تښتول شوي او امنیتيځواکونو د ولسمشر په امر د زابل په خاک افغان او یو شمېر نورو سیمو کې د لټون عملیات پیل کړل، چې تر دې دمه یې په پیداکولو کې پاتې راغلي دي.

خبریال : بشیر فیضان

Trending

Exit mobile version