1393ټاكنې
په زابل كې د ټاكنو خپلواك كميسيون له بشپړ چمتووالي خبر وركړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كلات كې د شنبې په ورځ(د كب۲۴) د يوې غونډې په ترڅ كې د ټاكنو ارزښت سلگونو كسانو ته روښانه شو.
په زابل كې د ټاكنو خپلواك كميسيون مشر محمدهاشم درانى وايي، د ټاكنو لپاره چمتو والى په ښه توگه روان دى.
د زابل والي اشرف ناصري پر خلکو ږغ وکړ، چې په راتلونكيو ټاكنو كې د پوره گډون لپاره چمتووالى ونيسي او له كومې وېرې پرته په كې خپل د خوښې وړ نوماند ته رايه وركړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې ولایت کې اوس هم ډېر داسې کسان شته، چې د ټاکنو پروسې په اړه سم معلومات نه لري.
په زابل کی د رایو ورکولو لپاره ۸۱ مرکزونه په پام کې نیول شوي، چې یو شمېر يې تر امنيتي گواښونو لاندې ښودل كيږي.