تازه خبرونه

په زابل كې وسلوالو طالبانو څلويښت ښوونځي تړلي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زابل ولايت چارواكي وايي، ښوونكيو ته د وسلوالو طالبانو د پرلپسې گواښونو په پايله كې د دې ولايت ۴۰ ښوونځي تړل شوي او وسلوال غواړي په دې كار په خلكو كې د نالوستۍ كچه  پراخه كړي.

شاهجوۍ د زابل یوه هغه ناامنه ولسوالي ده، چې د تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په کې ښوونیز بهیر په ټپه ولاړ دی.

د زابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایي:

طالبان غواړي د دې ولایت تنکي ماشومان په نالوستۍ کې رالوی کړي، چې په راتلونکي کی هغوی هم د خپل وطن په ورانولو کی برخه واخلي.

د سیمي ځایی اوسیدنکي هم د دې ستونزې یادونه کوي او زياتوي، چې ماشومان یې په کورنو كې ناست دي او د سیمې ښوونځي ټول تړل شوي دي.

یاد اوسیدونکي وایي:

طالبانو دغه کار د موټرسیکلونو د بندولو په غبرگون کې کړى دى.

د ځایي اوسیدونکيو په وینا، که دولت موټر سایکلونو ته اجازه ورکړي؛ نو دغه ستونزه به اواره شي.

له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د ولسوالیو د لويو لارو پر موټرونو بندیز لگولى و، چی اوس هغه ستونزه تر یوه بریده اواره شوې ده. که څه هم چارواکي وایي د دې ستونزې د  اوارولو لپاره هلې ځلې کوی؛ خو تردي مهاله  کومې پایلې ته رسیدلي نه دي.

Trending

Exit mobile version