سیمه ییز خبرونه
په زابل كې پوليسو دوه ملکي وگړي وژلي او څلورټپیان دي
د زابل په مرکزقلات کی يو ستر لاريون هغه مهال تر سره شو، چې پولیسو غوښتل د بهرنيانو په ملاتړ د درې وسله والو طالبانو مړي د پېژندنې په موخه له قبرونو راوباسي.
د زابل امنیتي چارواکي وایي، چې:
تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د طالبانو د یوه سيمه يیز كوماندان په گډون درې کسه ووژل.
د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال بشیراحمد فیضان په رپوټ كې راغلي، چې:
لاریون د جمعې په ورځ د زابل په مرکز قلات کې وروسته له هغې ترسره شو، چې دوى دوه وسله وال طالبان، چې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو لخوا وژل شوي وه، له قبرونو د هویت پېژندنې په موخه راوباسي.
د زابل امنیه كوماندان الهام وایي:
یادو کسانو د دوى زیات پولیس وژلي وه، چې دوى هغوی د هویت پېژندنې په موخه له قبرونو راویستل، خو په غبرگون کې پرې د سیمې د خلکو مظاهره پیل شوه.
الهام وایی:
لاریون کوونکيو له ځان سره وسلې هم درلودي، چې پر پولیسو یې برید وکړ.
الهام وايي:
د پولیسوپه ځوابیه ډزو کې دوه کسه ووژل شول او څلورټپیان شول.
د لاریون کوونکيو له ډلي څو کسو رسنیو ته وویل، چې:
په لاریون کی هیڅ یوه کس وسله نه درلوده او یوازې د پولیسو لخوا ورباندې ډزې کیدې.
دوی وایي:
مونږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او د مړو را ایستل له قبرونوڅخه غیري اسلامي کاردي.
ونیسي او پرې نږدې ، چې ناسمې پلټنې تر سره شي.
په ورته وخت کې د دغه ولایت یو شمېرعلما هم د دغه کارمخالیفت کوي او وایی، چی د مړو را ایستل له قبرونو د خلکو احساسات راپاروي .دوي وایی، چې بشري ټولنې باید د دغه کارمخه ونیسي