تازه خبرونه

په زابل كې چارواکي په ټاكنو كې په پراخه توگه د خلكو نه گډون اندېښمن كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو د نېټې په رانيژدې كيدو د دغه بهير په وړاندې د ستونزو په اړه اندېښنې هم زور اخلي.

په زابل كې محلي جارواكي د دغه بهير لپاره له امنيتي پلوه ډاډمن نه دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسولیار په دغه ولايت كې د پوليسو شمېر لږ گڼي.

هغه زياتوي، دغه ولایت د ټاکنو تېري پروسی ته په کتو درایو ورکولو د محلونو او مرکزونو شمېر ډېر شوی؛ نو، ځکه دغه سرتېری به د ټولو سیمو امنیت ونشی نیولی.

د نوموړي په وينا، د مرکزي ادارې په مرسته به دې ستونزي ته د حل لار پیدا شي.

د زابل يو شمېر اوسيدونكي هم امنيت د ټاكنو لپاره لومړنۍ اړتيا گڼي او وايي، که په ولسوالیو کې د خلکو لپاره امنیتي چاپېریال برابرشي ټول خلك په دغه بهير برخې اخيستنې ته چمتو دي.

امنيتي چارواكي په دغه ولايت كې د پوليسو شمېر د ۳ زره په شاوخوا كې ښيي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دغه ولايت كې د ټاكنو لپاره اتيا مركزونه، چې ۲۵۶ محلونه كيږي په پام كې نيول شوي دي.

Trending

Exit mobile version