سیمه ییز خبرونه

په زابل ولايت كې اتیا سلنه ښوونځي ودانۍ نلري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په زابل ولايت كې د پوهني ریاست چارواکي وایي، چې:

په دې ولایت کې اتیا سلنه ښوونځي ودانۍ نلري، چې له كبله یې زرگونه زده کوونکي تر خیمو او شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.

د زابل د پوهنې ريیس رحیم الله لودین وایي:

زابل یو له سړو ولایتونو څخه دى، چې د مني په راتگ په دې ولایت کې هوا ورځ  تر بلی سړیږي او زده کوونکي یې نشي کولی، چې په سړه هوا کې خپلو زده کړو ته دوام  ورکړي.

ښاغلي لودين دغه راز څرگنده كړه، چې یاده ستونزه په څو، څو ځلې له وزارت سره شریکه شوې؛ خو چا دې ستونزې ته پاملرنه نده کړې.

د پوهني ريیس له پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د ښوونځیو د ودانیو ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي.

د نوموړي په وينا، که دې ستونزي ته پاملرنه ونشي؛ نو د زده کوونکيو شمېر به تر ژمي ډېر لږ شي.

د یادونې وړده، چې زابل هم یو له هغو ولایتونو څخه دى، چې ډېري ښوونځي یې د بېلابېلو ستونزو له کبله تړلي پاتې دي.

دا ولایت ټولټال په خپل تشکیل کې ۲۳۸ ښوونځي لري، چې د پوهنې د ریاست د چارواکو په وينا، مرکز کلات او ولسوالیو کې ۹۴ بابه ښوونځي پرانیستی لري، چې په کي  تر ۴۵ زره پورې زده کوونکي په زده کړو اخته دي.

Trending

Exit mobile version