تازه خبرونه
په زابل ولايت کې پېنځه پوليس په مرموز بڼه وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل ولایت په شاجوى ولسوالۍ کې ۵ پولیس په مرموزه بڼه وژل شوي دي.
د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي رسنیو ته وويل،چې د ولسوالۍ د کجيرخېلو په سيمه کې د پوليسو د يوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ورک دي.
هغه زياته کړه،چې د پېښې د پلټنې له پاره يادې سيمې ته يو پلاوى لېږلى، چېد پوليسو د وژل کیدو څرنگوالى معلوم کړي.
د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي،چې په دې پېښه کې پېنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ورک دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، گومان کېږي،چې نادرک شویو پوليسو د خپلو ملگرو په وژلو کې لاس درلود او له وسلو سره تښتېدلي دي.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.