روغتيا

په زابل ولایت کې څه باندې ۴۰۰ کسان پر کولرا وبا اخته شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت چارواکي څرګندوي؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا له تودېدو سره یوازې په زابل ولایت کې له ۴۰۰ ډېر کسان د کولرا پر ناروغۍ اخته شوي، چې د مخنیوي هڅې یې روانې دي.

د یاد وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په هغو سیمو کې، چې دغه ناروغي خپره شوې، لنډمهالي روغتیايي کتنځي جوړ شوي او روغتیايي څانګو ته یې اړین درمل استولي دي.

یو شمېر ډاکټران د دې ناروغۍ د خپرېدو لامل د څښاک د ناسمو اوبو کارول او د عامو خلکو لخوا د حفظ الصحې نه مراعاتول بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر ویلي؛ په زابل ولایت کې د هوا له تودېدو سره له ۴۰۰ ډېر کسان پر کولرا وبا اخته شوي دي.

روغتیايي آسانتیاوو ته نه لاسرسی، بېوزلي او بې روزګاري، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د دې ناروغۍ د خپریدو اصلي لاملونه دي.

 د زابل اوسېدونکي رحمت الله نومی وايي، د عامې روغتیا وزارت دې د دغې ناروغۍ د کنټرول لپاره ژر تر ژره اقدامات وکړي.

دغه راز د روغتیا د نړیوال سازمان مشر هم ويلي، افغانستان د سختو ناروغیو، وچکالۍ او د کرونا ناورین له څپې سره مخ دی، چې افغانانو ته خطر او نړیوالو ته یو مسوولیت ګڼل کیږي.

د دې بنسټ مشر زیاته کړې؛ مونږ په افغانستان کې د ناروغیو، وچکالۍ، قحطۍ او جګړې له یوه وحشتناکې بڼې سره مخ یو، چې د افغانستان د خلکو لپاره خطر او د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روغتیايي او مرستندویه نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم له سقوط سره مخ کیدونکی دی.

Trending

Exit mobile version