تازه خبرونه

په زابل کي د فوتبال فدارسيون د ريس پر ضد لاريون وشو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په زابل ولایت کي د فوتبال فدارسيون د ريس پر ضد لاريون تر سره شو. په دغه لاريون کي د زابل او کندهار فوتبال لوبغاړیو برخه اخيستې وه او له مرکزي دولت څخه يې د افغانستان د فوتبال د فدراسيون د ریيس د لیرې کيدو غوښتنه وکړه.

لاریونکوونکي وايي، چي هغه له ولايتونو سره توپيريچلند کوي.

ددوى په وينا؛ تر هغې به يې لاريونونه روان وي، چي ياد ریيس له خپلي دندي لیرې او دوى ته خپل حق ورنه کړشي.

لاريونکوونکي زیاتوي، د افغانستان د فوتبال فدارسيون ریيس له تېرو ١٣ کلونو پرهمدې چوکى دنده لري، چي د ولايتونو د فوتبالرانو ترمنځ يې بې اتفاقي رامنځته کړې او جنوبي زون ته د فوتبال په برخه کي حق نه ورکوي.

دوى په ډاګه کړې، چې کرام الدين په خپله کاري موده کي د فوتبال په برخه کي هغه کارونه ندي کړي، چي دوى ورته اړتيا لري او ديوه مصلحت له مخي پر ياده دنده پاتي دى.

دوى له دولت څخه د کرام د ژر لیري کيدو غوښتنه کوي او وايي، چي د هېواد په کچه دې د فوتبالرانو تر منځ ددې دندي لپاره ټاکني وشي.

دوى همدا راز څرګندوي، د فوتبال فدراسيون اوسنی ریيس پر فساد ککړ دى او په سپورتي برخه کې د پروژو ټولي پيسې شخصي جيب ته اچولي او دولايتونو لپاره يې هيڅ ندي کړي.

Trending

Exit mobile version