سیمه ییز خبرونه

په زابل کي یو کس د خپلي کورنۍ اووه غړې وژلي

Published

on

(Last Updated On: )

چاراکي وایي وژل شوي کسان د نوموړي کس میرمن، وروڼه، خویندي او د تره زامن دي.

د چارواکو په وینا؛ یاد کس هم د تیښتي پرمهال د پولیسو په ډ زو کی ټپی شو او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړه.

په دي ولایت کی تېره شپه څلور بجي د احسان په نامه، چی ویل کیږی د روږدوله ډلي څخه دی د خپلي  کورنۍ اووه غړي په ډ زو وژلي.

د زابل امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني وایي، په وژل شویو کسانو کي یوه د دغه کس میرمن، دوه وروڼه، یوه وریندار او دري وریرونه شامل دي.

د صدیق الله په نامه د دغه کورنۍ یو خپلوان وایي:

په وژل شویو کسانو کي یو د دو میاشتو ماشوم هم شامل دي.

ویل کیږي، چې دغه عصبي ناروغ تل د خپلي کورنۍله غړیو سره ناسم چلند کاوه.

که څه هم  تر اوسه ددغه  پېښی اصلي انگیزه نه ده په ډاگه شوي؛  خو چارواکي وایي هڅه  به وکړي، چي د پېښي په اړه دقیقه څېړنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هیواد کی په زرگونه انسانان په نشه یي توکو روږدي دي، چي زابل هم له دي ناوړه پديدي بې برخې پاتې نه دي.

خبریال: بشیراحمد فیضان .

Trending

Exit mobile version