سیمه ییز خبرونه
په زابل کی د ځوانانو نوی ټولنیز بنسټ رامنځته شوى- زابلي
دغه ټولنيز نادولتي بنسټ دا مهال ۱۲۰ غړي لري، چې د دغه ولایت ځوانان په کې برخه لري.
په مشرانوجرگه کې د زابل د خلکو استازى ډاکترزلمي زابلي وایی:
دغه ځوانان بايد وهڅيږي، چې سیمې ته د خلکو لپاره له دولت څخه مرسته راجلب کړي .
که څه هم پدغه ولایت کی بېلابېلي ټولنيزې او فرهنگي ټولنې شتون لري، خو په مشرانوجرگه کی د زابل استازى او د شکایاتو د کمیسیون ريیس ډاکټر زلمى زابلي وایی:
په لمړي ځل یې په مرکز قلات کې یو داسې ټولنيزبنسټ فعال کړؤ، چی د دغه ولایت لسگونه لوستي ځوانان په کې برخه لري .
نوموړى زیاتوي، چې:
دغه ټولنيز بنسټ یو نادولتي اوسیاسي بنسټ دی ، چې موخه يې د خلکو له حقوقو دفاع او له دولت څخه د مرستې جلبول دي.
هغه زیاتوي، چې:
هڅه کوي، چې دغو ځوانانو ته د يوې مجلې او ورځپاڼې د چاپولو زمینه هم برابره کړي .
زابل یوفرهنگي ولایت دى، چی سلگونه کاله وړاندې په کې ډېرو سترو فرهنگي شخصیتونو ژوند کړی .
شیخ متي(رح) پدغه ولایت کی هغه لوى شخصیت دی، چی اوس یې هم مقبره د قلات بابا پرلوړه غونډۍ پرته ده.
د دغه ولایت یو شمېر پخواني سپین ږیري وایی:
په تېره زمانه کې به دغه ولایت ته ډېر ستر ښاغلي او مشران دغونډي او مشاعرو لپاره راتلل او په خپلو کې به یی ادبي بانډارونه کول
