سیمه ییز خبرونه
په زابل کی د ښاروالۍ پر نوې ودانۍ کار پیل شو
په زابل کی د ښارواۍي لپاره د څه باندې لس میلون افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ کار پیل شو.
د زابل والي محمد اشرف ناصري د دې ودانۍ د کار د پیل په مراسیمو کې وویل، چې:
یاده ودانۍ د یوه کال په موده کی د څه باندی لس میلون افغانیو په ارزښت جویږي.
نوموړي زیاتوي، چی د ودانۍ لپاره مالي لگښت پخپله د ښاروالۍ لخوا وركول كيږي.
ښاغلى ناصري وایي:
دغه ودانی د اداري اطاقونو ترڅنگ د سلگونه کسانو لپاره د غونډو یو لوی صالون هم لري، چی ورسره سم به د دې ولایت دغونډو د صالون د نشتوالي ستونزه هم حل شي.
ښاغلي ناصري زياتوي، د ښاروالۍ په یو کلن او لس کلن ستراتیژیک پلان کی د دې ولایت د یوشمېر ولسوالیو لپاره د سړکونو د جوړولو پلانونه هم شامل دي، چی ډېر ژر به عملي شي.
محلي چارواکي وایي، په سیمه کې رغنیز پروگرامونه پیل شوي او غواړو خلکو ته خپل خدمات وړاندې كړو.
په زابل کی د ښاروالۍ لپاره نوې ودانۍ په داسې حال کی جوړیږي، چې څو ورځي وړاندی هم په مرکز قلات کې د یوه لوی سړک د رغولو چاري د ښاروالۍ په مرسته پیل شوې.