تازه خبرونه
په زابل کې افغان ځواکونو ۵۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د افغانستان دفاع وزارت نن (چارشنبه د کب ۲۰) په ډاګه کړې، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د زابل ولایت په جنوب کې ۳۵ طالب جنګیالي وژلي او ۱۹ نور ټپان دي.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونو د هېواد د هوایي ځواک پر ملاتړ د شهرصفا او میزان ولسوالیو په اړوند سیمو کې ګډ عملیات پیل کړي دي.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ۱۹ طالبان ټپیان دي او دوه نور نیول شوي دي.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د میزان ولسوالۍ یوشمې کلي د طالبانو له شتون پاک شوي او یو شمېر وسلې او مهمات هم ترې ترلاسه شوي دي.
ویل کیږي، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مرکز ویجاړ شوی او د سړک غاړې اته ځای پر ځای شوي ماینونه هم شنډ شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو او مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
