تازه خبرونه
په زابل کې به د اوبو څلور لوی بندونه جوړ شي
د زابل چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې به د اوبو څلور لوی بندونه جوړ شي.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کرني د ودې او اوبو د راګرزولو لپاره یې د څلور لویو بندونه د جوړیدو لپاره لومړنۍ سروې ترسره کړې، چې له جوړیدو سره به یې په دې ولایت کې کابو ۴۰ میلیون متره معکبه اوبه مهار او ۳۶ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.
د زابل والي احمد ګل رسولي ويلي، چې د دغو بندونو له جوړیدو سره به ۷۷ میګاواټه برښنا تولید شي.
د زابل ولایت د اوبولګولو مشر ويلي، چې دغه بندونه د کلات ښار او د زابل په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ۱۳۲ میلیون افغانیو پر لګښت جوړېږي.
د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکيو او کروندګرو ويلي؛ زابل ته په تېرو شل کلونو کي د بندونو د جوړیدو کارندي شوي، چې د وچکالیو له کبله یې اوس کروندې او باغونه وچ شوي دي.
دوی غواړي، چې دولت دې د اوبو بندونو په اړه دې ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ولسمشر ژمنه کړې، چې د هېواد د اووه کنټرولو هڅې روانې دي او بندونه جوړول به ډېر شي.
د اوبو د تنظیم ادارې چارواکو تېره میاشت ویلي وه، چې په ټول هېواد کې به د ۴۴ بندونو د جوړولو کار ژر پیل شي.
د دې دفتر د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې بندونو د سروې کارونه او پلانونه وروستي شوي او د افغانستان په لاندې ۲۱ ولایتونو کې به جوړ شي:
په روزګان ولایت کې د آغا جان بند،
په زابل کې د میزان، مارکوک، آجا او علاوالدین کلي،
په غزني کې د زردآب، چارد او ملا چراغ،
په میدان وردګ کې درنه جوی، ګرومبي، ګربات، جلریز
په پکتیکا کې ګومل ، دوه یم ګومل، زمه، میرزا کلی،
په خوست کې دومنده،
په لوګر کې د خروار،
په پکتيا کې سورۍ خولۍ،
په سرپل کې د سلطان ابراهیم او سوځېدلې کلا،
په فاریاب کې د المار او خشت پُل،
په سمنګان کې د روستای آب،
په نورستان کې کانتیوا او کله ګوش،
په کندهار کې د لواري د اوبو بند،
په بادغیس کې د شورې بند،
په تخار کې د ورسج او سوچه ماغ ،
په بامیان کې د دهنه محمد ګیچه،
په دایکندي کې دره بمسیر،
په کونړ کې شینه، زردګ بام، خیر میډانک، نورګل او قطا قلا،
په ننګرهار کې د پینګ زیان، شرسته دره او سور بند،
په غور کېبزبان،
په پروان کې تلخک بند او په لغمان کې د وطن ګیټ بندونه دي.
د اوبو د تنظیم ادارې ویلي، چې دا بندونه به د ۱۲۰۰ مټرمکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.
د دې ادارې په وینا، د دې بندونو د اوبو له کارولو سره به ۳۲۰۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.