تازه خبرونه
په زابل کې د برمته شویو له ډلې دوه تنه مړه شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
وروستي رپوټونه وايي چې په زابل کې د تښتول شویو یو دیرشو کسانو له ډلې دوه تنه مړه شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا رییس وايي چې یوه برمته شوي د سړې هوا له کبله ژوند له لاسه ورکړی او بل د ملي اردو د هویت کارت درلودلو له امله د برمته کوونکو له خوا وژل شوی دی.
د هغه په وینا نور برمته شوي کسان د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې په بند کې ساتل کیږي.