تازه خبرونه

په زابل کې د تښتول شویو کسانو له ډلې یو تن وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په زابل کې د تښتول شویو دولسو کسانو له ډلې د یوه تن وژنه تایید شوې او نن یې کابل کې کورنۍ د فاتحې مراسم پر ځای کړل.

د وژل شوي کس رمضان علي د کورنۍ غړي ویر کوي او وایي، هغه د تښتونکو د شکنجې له امله وژل شوی دی.

دوی له دولت غواړي چې د رمضان علي مړی ژر ور وسپاري.

د رمضان علي زوی وایي، پلار یې یو کارګر و، او دولتي دنده یې نه درلوده.

د تېر کال د کب په شپږمه د زابل په ولایت کې ۳۱ تنه کسان د وسلوالو له خوا یرغمل شول، خو له شاوخوا اویا ورځو وروسته نولس تنه د یو شمېر ازبکستاني بندیانو د خلاصون په وړاندې آزاد شول او د دولسو نورو برخلیک معلوم نه دی خو اوس معلومه شوه چې له دې کسانو یو یې وژل شوی دی.

Trending

Exit mobile version