تازه خبرونه

په زابل کې د ملي رادیو تلویزیون خبریال ناڅرګندو وسلوالو وژلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په زابل کې د دغه ولایت د ملي راديو تلويزيون خبريال د ناپېژاندو وسلوالو له لوري پرډزو وژل شوى دى.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ ادارې(نی) اعلام کړې، چې د یکشنبې په ماښام د ملي رادیو تلویزیون پر خبریال یعقوب شرافت په داسې حال کې ډزې شوي، چې نوموړی په خپل موتر کې د کور پر لوري روان و.

د (نی) په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۲۲ کلن شرافت له دوه کلونو راهیسې خبریالي پیل کړې وه او په زابل ولایت کې یې ملي رادیو تلویزیون ته کار کاوه.

ویل کیږي، چې له یو شمېر نورو سیمه ییزو رسنیو سره یې هم همکاري لرله.

د زابل امنيه قومندان جنرال ميرويس نورزي، رسنیو ته په ډاګه کړې، چې پرون ماښام له لمانځه وروسته شاوخوا شپږ بجې د کلات درساله کلي په اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسلوالو د زابل د ملي راديو تلويزون پر خبريال يعقوب شرافت ډزېکړي، چې له کبله يې نوموړي په روغتون کې ساه ورکړې او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د ځایي پولیسو په وینا؛ د برید کوونکي په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه پېژندل شوی نه دی.

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د خبریال یعقوب شرافت وژنه یوه ضایعه ده او د زابل امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې د پېښې په اړه سمه پلټنه وکړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.  

افغانستان د بیان آزادۍ په ډګر کې د نسبي ۱۵ کلن پرمختګ او د رسنیو او خبریالانو په اړه د تاوتریخوالي شاهد پاتې شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د روان کال په تېرو شپږ میاشتو کې د یعقوب شرافت په ګډون درې خبریالانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

یعقوب شرافت واده کړی و او یوه، دولس میاشتنۍ لور ترې پاتې شوه. 

Trending

Exit mobile version