سیمه ییز خبرونه

په زابل کې زده کوونکي د کتابونو له نه شتون سرټکوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په زابل كې يو شمېر زده كوونكي په ډاگه كړې، چې د نوي ښوونيز كال دوه مياشتې تېرې شوي؛ خو اوس هم كتابونه نه لري.

دوى څرگندوي، چې هر كال د كټابونو د نه لرلو له كبله د آزموينو پر مهال له گڼو ستونزو سره مخ وي.

دوى د پوهنې وزارت په نه پاملرنه تورنوي.

د زابل د پوهنې رييس رحیم لودین هم دا ستونزه مني؛  خو وايي دومره هم ستره نه ده لكه، چې يې زده كوونكي يادوي.

دى وايي، هڅه به وكړي، چې ژر دغه ستونزه حل شي.

د زابل د پوهنې رياست مسوولين وايي، په ځينو ولسواليو كې د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون بله ستونزه ده، چې دوى ور سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version