تازه خبرونه
په زابل کې سېلابونو ۱۰ کسان مړه کړي او یو ژغورل شوی
د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره شپه د مرکز قلات ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې د دې ولایت په شنکۍ ولسوالۍ کې لس کسان اوبو مړه کړي دي.
د زابل ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله لس کسان مړه شوي او یو زغورل شوی دی.
د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره شپه د مرکز قلات ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې د دې ولایت په شنکۍ ولسوالۍ کې لس کسان اوبو مړه کړي دي.
د دبیح الله جوهر د څرګندونو له مخې؛ امنیتې ځواکونو په اوبو کې بندې کورنۍ او یو بل کس، چې اوبو لاهو کړی و؛ ژغورلي دي.
ویل کیږي، چې په مړه شویو کسانو کې اته کوچیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سېلاب په کلات او شينکۍ کې مواصلاتي لارې هم ويجاړې کړي؛ خو د مالي زیانونو کره شمېره تر اوسه معلومه نده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هوا پېژندنې ادارې د سبا ورځې لپاره د زابل په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.