تازه خبرونه

په زابل کې ماین چاودنې څلور ماشومان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې ماین چاودنې څلور ماشومان وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.

د شاجوی ولسوال وزیرمحمد جوادي ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په تازي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ولسوال په وینا؛ په چاودنه کې څلور ماشومان، چې د سرک تر څنګ یې لوبې کولې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

هغه زیاتوي یاد ماین وسلوالو مخالفینو د امنیتي پوستو د ساتونکیو له پاره ځای په ځای کړی و.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلی.

په افغانستان کې ډېر مایونونه او نا چاودیدلي توکي موجود دي. که څه هم د دغو توکو د له منځه وړلو له پاره ډېر شمېر موسسې کار کوي؛ خو بیا هم وخت ناوخت ملکي وګړي د هغوی قرباني کیږي.

Trending

Exit mobile version