تازه خبرونه
په زابل کې يو ښوونځی والوزل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې یو لومړنى ښوونځى د وسله والو طالبانو له لوري په بمونو الوزول شوى دى.
د شهرصفا ولسوال وایي یاد ښوونځی تېره شپه وسله والو طالبانو په بمونو الوزولی او په مکمل ډول يې ويجاړ کړى دى.
دغه لومړنی ښوونځی د زابل د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د اسحاقزي مانده په سیمه کي و. د شهرصفا ولسوال وایی په یاد ښوونځي کې د سیمې لسګونو زده کوونکو زده کړه کوله چې وسله والو يې اتيا سلنه ودانۍ نړولې ده.
ولسوال عبدالصمد درانی زیاتوي چي ښوونځی د یوې امنیتي پوستې په یوه کیلومټري کې موقعیت لري چي وسله وال د شپې له تیارې څخه په ګټه اخيستو سره ښوونځي ته داخل شوي، څوکیدار یې تړلى دى او بيا يي بمونه ورته اېښي دي.
دا ښوونځی په داسی حال کي د وسله والو مخالفینو له لوري په بمونو الوزول کېږي چي لا هم د دې ولایت په ډېرو لیرو پرتو سیمو کي هېڅ فعال ښوونځى نشته.