لوبی
په زمبابوې کې د افغانستان د دوه اړخیزو کرکټ لوبو پر اړینو ټکو ځان خبر کړئ
د چارشنبې پر ورځ (د لیندۍ یوویشتمه / د ډسمبر یوولسمه) به د دې هېواد په پلازمېنه هرارې کې د دې سفر لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په زمبابوې کې د دوه اړخیز لوبلړ د هرې بڼې د تر سره کولو لپاره چمتوالی لري.
د چارشنبې پر ورځ (د لیندۍ یوویشتمه / د ډسمبر یوولسمه) به د دې هېواد په پلازمېنه هرارې کې د دې سفر لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شي.
تمه ده، چې د زیمبابوې په دې سفر کې درې یو ورځنۍ، درې ۲۰ اوریزې او دوه ټسټ لوبې وشي.
د سپينتوپ ټولې سیالۍ به په هراره کې ولوبول شي؛ خو دوه ټسټ سیالۍ به د بلاوایو په کوئینز سپورټس کلب کې ترسره شي.
دواړو لوبډلو د سپینوتوپونو د لوبلړ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. سکندر رضا به په دواړو بنو کې د زمبابوې مشري کوي؛ خو د ټسټ لوبډله به وروسته اعلان شي.
حشمت الله شهیدي به په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې مشري وکړي او راشد خان به په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي.
مجیب الرحمن د زمبابوې سیالیو لپاره په افغان لوبډلې کې راغی.
د لوبډلو جوړښت په لاندې ډول دي:
په یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان د زمبابوې پروړاندې:
افغانستان: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه (مرستیال)، رحمان الله ګربز، اکرام علیخېل، عبدالمالک، صدیق الله اتل، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، ع.م غضنفر، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک.
زمبابوې: کریګ اروین، فراز اکرم، برایان بنټ، جویلورډ ګامبي، ټروور ګوانډو، کلایو مادانډه، ټینوټنډا ماپوسا، تادیواناشه ماروماني، برانډون ماووتا، تاشینګا موسکیوا، بلسینګ موزاراباني، ډیون مایرز، ریچارډ ویلیامنګذاوا او سیکاندار رضا.
د افغانستان او زیمبابوې د ۲۰ اوریز لوبلړ:
افغانستان: راشد خان ( لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، محمد اسحاق، صدیق الله اتل، حضرت الله ځاځي، محمد نبي، درویش رسولي، زبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، فضل الحق فاروقي، فرید احمد او نوین الحق.
زمبابوې: سکندر رضا، فراز اکرم، برایان بنټ، رایان بورل، ټروور ګوانډو، کلایو ماډانډه، وسلي مادوور، ټینوټنډا ماپوسا، تاډیواناشه ماروماني، ویلینګټن مساکادازا، برانډون ماووتا، تاشینګا موسکیوا، بلسینګ موزاراباني او ریچارډ مای ډیون.
