بلخ @ps
په سالنګونو کې د واورې او توپان پرلامل تیلري موتر د تګ راتګ اجازه نه لري
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
له تېرو دوه ورځو راهیسې په شمالي سالنګ جې توپان دی او پر جنوبي هغه واوره وریږي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې رییس جنرال محمد رجب نشاط وایي، چې د سالنګ پر لویه لار د مسافرو کوچنیو موترو تګ راتګ ته اجازه شته ؛ خو تیلري لارۍ د توپان او واورې پر لامل د تګ راتګ اجازه نه لري.
د جنرال په وینا؛ تیلري موترباید تر بل امره پر دغې لویې لارې تګ راتګ وځنډوي.
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې تر یوې اوونۍ د واورې وریدو وړاندویېنه کړې ده.
په ژمني موسم کې تل سالنګونو د توپان او واورې له کبله ستونزمن کیږي. کله نا کله د مړينې لامل هم ګرزي.
د ١٣٨٩ ل کال د سلواغې پر ١٩ نېټه په سویلي سالنګ کې د واورې د ښويېدو او توپانونو له کبله نږدې ١۸٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شوي وه.
دغهلويه لار مرکز کابل له ۹ شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي.