سیمه ییز خبرونه

په سرپل او سمنگانو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۰ پېښې ثبت شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په تېرو پېنځه مياشتو كې د سرپل او سمنگانو د ښځو چارو رياستونو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څه نا څه دوه سوه پېښې ثبت كړې دي.

د سرپل او سمنگان ولايتونو د ښځو چارو رييسانې وايي، چې د تېركال په پرتله په روان كال كې د ښځو چارو په رياستونو كې د تاوتريخوالي د ثبت شويو پيښو شمير زيات دى.

له روان كال تراوسه په سرپل كې ۱۵۰ او په سمنگانو كې نږدې ۵۰ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پيښې ثبت شوې دي.

د سرپل د ښځو چارو رييسه نسيمه آرزو وايي، چې:

د تاوتريخوالي ډېرې دا پېښې د ښځو او نجونو وهل ډبول او ځان وژنه ده.

د سرپل او سمنگان د ښځو چارو رييسانې وايي، چې په دغو ولايتونو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي لامل  د  تاوتريخوالي ډېروالى نه، بلكې د ښځو حقوقي پوهاوى زيات شوى او په دې اړه د ښځو چارو رياستونو ته معلومات وركوي.

د سمنگان د ښځو چارو رييسه خديجه حسني وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پيښې   يې تعقيب كړې او د نړيوالو بنسټونو په ملاتړ يې سلگونه ښځو ته د كار زمينه برابره كړې ده.

دوى زياتوي،  د ټغر اوبدلو، كمپوتر زده كړې او يو شمېر نور اغېزمن پروگرامونه هم پلي شوي دي.

د  سرپل او سمنگانو د ښځو چارو رياستونه وايي، كه څه هم  ښځو ته د گټورو پروگرامونو د پيل او تطبيق توان نه لري؛ خو يو شمېر ښځو اوس په بېلابېلو برخو كې مهارتونه ترلاسه كړي او پرځان بسيا شوي دي.

د دوى په وينا، په ليرې پرتو سيمو كې ښځې له خپلو حقونو لږ معلومات لري او د هغوى لپاره بايد د پوهاوي پروگرامونه پيل شي.

Trending

Exit mobile version