بلخ @ps

په سرپل او فاریاب ولایتونو کې به ډېر ژر ستر پوځي عملیات پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ځینې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او د ځینو نورو ولسوالیو د سقوط وېره ده.

امنیتي ځواکونه د هېواد د شمال سیمو د امنیت  ساتلو هڅې کوي.

دوی د امنیتي وضعیت د ښه کیدو او د وسلوالو د ځپلو ډاډ ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال مهمند کټوازی وایي، ژر به د سرپل او فاریاب ولایتونو په کوهستاناتو ولسوالیو کې د وسلوالو د ځپلو چاڼیز عملیات پیل شي.

د پولیسو د ۷۰۷ پامیر زون قومندان بابه جان وایي، چې په روان کال کې د طالبانو عمري عملیات ناکام شوي او امنیتي ځواکونو په بشپړه همغږۍ کې وسلوال ځپلي دي.

له شاوخوا دوه کلونو را هیسې شمال ته د ناامنیو لمن غزیدلې او په روان کال کې پر لویو لارو د مسافرو د یرغمل نیولو څو پېښې را منځته شوي، چې دې حالت د خلکو اندېښنې را ټوکولي دي.

Trending

Exit mobile version