سیمه ییز خبرونه

په سرپل كې د امنيتي همغږۍ د پياوړتيا غوښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرپل والي وايي:

په دې ولايت كې د افغان ځواكونو ترمنځ د همغږۍ نشتون د ورانكارو فعاليتونه پراخه كړي دي.

د سرپل والي، چې د سه شنبې په ورځ(دلړم۳۰) دې ولايت د امنيه  كوماندان په توگه د عبدالروف تاج د پېژندنې په مراسمو كې خبرې كولې، له نوموړي وغوښتل، چې:

د سرپل د امنيت د تامين لپاره ډېرې هڅې وكړي.

په شمال كې د ۳۰۳ پامير زون كوماندان جنرال بابه جان د تېرو په پرتله د سرپل امنيتي حالت ښه وباله.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین وويل:

كه افغان ځواكونه په زيانمنوونكيو سيمو كې د اورپكو پرخلاف د بشپړې همغږۍ له مخې عمليات پيل كړي، هيڅ اورپكى به فعاليت ته زړه ښه نه كړي.

حقبين له عبدالروف تاج څخه وغوښتل، چې:

د امنيت د تامين او پرفساد د ككړو كسانو د نيوني او اداري فساد د لږولو لپاره دې ډيرې هڅې وكړي.

د ۳۰۳ پامير زون كوماندان جنرال بابه جان د سرپل  په ناامنوسيمو كې د سيمه ييزو پوليسو رول گټور وباله.

د سرپل په ليريو پرتو او غرنيو سيمو كې كله نا كله وسله وال مخالفان فعاليت لري. امنيتي ځواكونو په ليريو پرتو او ناامنو سيمو كې څو ځله پوځي عمليات په لار اچولي، خو طالبان هغو غرونو ته په شا شوي، چې ليرې پراته دي او كنترول پرې گران دى.

دا په داسې حال كې ده، چې تېره اوونۍ د شمال ولايتونو د امنيتي اندېښنو د له منځه وړلو په موخه د دغو ولايتونو د امنيتي همغږۍ مركز پرانستل شوى دى.

Trending

Exit mobile version