سیمه ییز خبرونه
په سرپل كې پر يوه نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى
چارواكي وايي، د يكشنپې په شپه د سرپل په مركز آسيا باد سيمه كې پر بي بي شيرين نومې ۱۷ كلنې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى دى.
بي بي شيرين ادعا كوي، چې پېنځه تنو له كوره وتښتوله او د آق ساى په نااستوگنه سيمه كې پرې ډله ييز تېرى تر سره شوى دى.
د بي بي شيرين په وينا، د يكشنبې په شپه څه نا څه لس بجې له يوې ناپېژاندې شمېرې زنگ ورغى او ځان يې ورور وروپېژاند. كله، چې نوموړې د انگړ ور بېرته كړ، ناپېژنده سړي پرې خوله وتړله او له نورو ملگرو سره يې په زوره يوړله او جنسي تېرى يې پرې تر سره كړ.
د بي بي شيرين ورور، چې ولولې يې راپاريدلې وې، له مركې ډډه كړې، خو وايي:
تر هغې، چې د پېښې عاملين اعدام شوي نه وي له يوې رسنۍ سره به هم مركه ونه كړم.
د سرپل امنيه قوماندان عبدالروف تاج دغه پېښه مني او وايي:
درې تنه تېري كوونكي له پېژندلو وروسته د سيمې د خلكو او د نجلۍ د كورنۍ لخوا نيول شوي دي،خو دوه تنو تېښته كړې ده.
د نوموړي په وينا، پېښه تر څېړنې لاندې ده.
د يادونې وړ ده، چې څه وخت وړاندې د سرپل ولايت د ښځو چارو رييسې په دې ولايت كې د ښځو په وړاندې د تاوترخوالي له ډېريدو خبر وركړى و.