تازه خبرونه

په سرپل ولایت کې د ۱۱۰ جوړو ډله ییز واده ترسره شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۱)

په سرپل ولایت کې د یوه سوداګر پر ځانګړي مالي لګښت د ۱۱۰ جوړو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول، چې موخه یې د ډېر لګښت مخنیوي او د ودونو د دې بڼې رواجول دي.

دیني عالمان هم  د دا ډول ودونو ستاینه کوي او څرګندوي، چې پر لږ لګښت د ډله ییزو ودونو ترسره کول د ناوړه دودونو مخه هم نیسي.

دیني عالم امان الله احمدي په دې مراسمو کې ويلي: يو شمېر ځوانان له پېنځه کلونو او يا له دې ډېر کوژده شوي پاتې وه. دا ګام د الله پاک د رضا لپاره، چې د کورنيو ستونزې ورسره اوارې شي؛ دا ګام پورته شو.

د دغو جوړو لپاره پر یو شمېر نغدو پیسو سربېره د اړتیا وړ د کور وسایل او لوښي هم چمتو شوي دي.

د دغه ډله ییز واده  تنظیموونکی شېر محمد وایي: په سرپل ولايت کې دا ډول ودونه ډېر لږ ترسره شوي او هيله لرو، چې دا فرهنګ په خلکو کې دود او روان وساتل شي.

خلک وايي، چې له دې لارې غواړي د ناوړه دودونو مخه ونیسي او له ډېرو لګښتونو ځان وباسي.

د سرپل ولایت اوسیدونکي غواړي چې دا ډول ودونه باید ډير شي تر څو ټول ځوانان چې د اقتصادي ستونزو له امله ودونه نه شي کولای وتوانیږي چې ودونه وکړي.

په دې وروستیو کلونو کې د ډله ییزو ودونو مراسم زیات شوي؛ خو د ټولنیزو چارو پوهانو د څرګندونو له مخې؛ دا بسنه نکوي او د ودونو لګښتونه باید له دې هم کم شي او د ناوړه کلتورونو مخه ونیول شي.

Trending

Exit mobile version