تازه خبرونه
په سرپل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۲۴ کسان مړه شول
(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۲)
د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکي ويلي، چې د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۱۷ ) په یوه ترافیکي پېښه کې د ۸ ماشومانو په ګؤون ۲۴ کسان مړه شوي دي.
د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد نظري ويلي، په دې پېښه کې ۸ ماشومان، ۱۲ ښځې او څلور نرینه مړه شوي دي.
د دین محمد نظري د څرګندونو له مخې، دا پېښه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړکه واوښت.
ویل کیږي، چې د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ده.