سیمه ییز خبرونه

په سعودي عربستان کې د تودوخې له کبله سلګونه حاجیان مړه شول

رویټرز راپور ورکړی؛ حاجیان له لمر څخه د ځان ساتلو لپاره چترۍ کاروي او سعودي چارواکو حاجیانو ته خبرداری ورکړی، چې د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې په تودو ساعتونو کې بهر ته له تګ څخه ډډه وکړي.

Published

on

رسنیو ويلي، په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال د سختې تودوخې له کبله سلګونه حاجیان مړه شوي دي.

د فرانسې خبري سرچینې په یوه راپور کې د ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې لږ تر لږه ۵۵۰ کسان د حج پر مهال مړه شوي دي.

دغه خبری آژانس د دوه عرب ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی؛ په مړه شویو کسانو کې ۳۲۳ مصریان دی، چې زیاتره یې د تودوخې له کبله مړه شوي دي.

رویټرز بریالی شوی ندی، چې دا شمېر تائید کړي.

په تېرو کلونو کې د حج د مراسمو پر مهال ګڼې ګوڼې، اور لګېدنې او نورو پېښو سلګونه کسان مړه کړي دي.

د سعودي دولتي ټلویزیون ویلي، د دوشنبې پر ورځ د مکې په مسجدالحرام کې د تودوخې درجه له ۵۱ سانتي ګراد لوړه شوه.

په سعودي عربستان کې د سختې تودوخې له کبله د مړو شویو حاجیانو شمېره پورته شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تونس خبري اژانس “افریق پرس” د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د حج د مراسمو پر مهال د تونس ۳۵ وګړي مړه شوي دي. د دوی د کورنیو غړیو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، چې ډېري مړینې د سختې تودوخې له کبله رامنځته شوې دي.

د اردن بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سې شنبې پر ورځ یې د اردن حاجیانو ته د ۴۱ کسانو د تدفین جوازونه صادر کړل. له دې مخکې دغه وزارت ویلي وه، چې د حج د مراسمو پر مهال د تودوخې له کبله لږ تر لږه شپږ اردني وګړي مړه شوي دي.

ایراني خبري آژانسونو د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې ۱۱ ایرانیان د زیارت پر مهال مړه شوي او ۲۴ نور په روغتون کې بستر دي.

د سینیګال خبري اژانس هم د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د دغه هېواد درې اتباع د حج پر مهال مړه شوي دي.

د انډونیزیا د روغتیا وزارت ویلي: د سې شنبې پر ورځ ۱۴۴ انډونیزیایی وګړي د حج پر مهال مړه شوي. په د ې څرګندونو کې راغلي ندي، چې آیا دغه مرګ د تودوخې له کبله و او که د ناروغیو له پر لامل.

د سعودي د روغتیا وزارت یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ رویټرز ته د مړینې د راپورونو له مخې ویلي، چې چارواکو د تودوخې د لوړې درجې په لړ کې د مسلمان حاجیانو په منځ کې هیڅ غیر معمولي مړینې لیدل شوې ندي.

هغه زياته کړې، چې دغه وزارت تر اوسه د ٢٧٠٠ هغو حاجيانو درملنه کړې، چې د ګرمۍ له کبله پر ناروغيو اخته ول.

رویټرز راپور ورکړی؛ حاجیان له لمر څخه د ځان ساتلو لپاره چترۍ کاروي او سعودي چارواکو حاجیانو ته خبرداری ورکړی، چې د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې په تودو ساعتونو کې بهر ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د سعودي عربستان د احصائې عمومي ریاست خبر ورکړی، چې سږ کال به له یو اعشاریه ۸ میلیون څخه زیات حاجیان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version