تازه خبرونه

په سعودي کې یوه سړي خپل موتر د مسجد الحرام پر دروازه وهلی

Published

on

د سعودي عربستان د خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ یوه سعودي تبعه د جمعې پر شپه خپل ګړندی موټر د مکې معظمې د مسجدالحرام له بهرني دروازې سره ټکر کړی دی.

پېښه د ځایي وخت سره سمه د شبې ۱۰:۳۰ هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه سړی له لومړي خنډ څخه تېر شو؛ خو موتر چلولو ته یې دوام ورکړ او ان تر دې، چې موتر یې د مسجد الحرام له سویلي دروازې سره وواهه.

یادې سرچینې په ډاګه کړې؛ پولیسو دغه سړی په داسې حال کې نیولی، چې له عادي حالته برخمن نه وو.

پولیسو نوموړی د شونو تورونو د سپیناوي لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندلی دی.

د مکې معظمې مسجد الحرام د مسلمانان د ۵ وخته لمانځه لپاره ځانګړی شوی دی.

مسجد الحرام د کرونا ویروس د خپریدا له کبله لږ تر لږه شپږ میاشتې  بند شوی و؛ خو په لوی اختر کې یو شمېر ځایي حاجی صاحبانو پرانستل شو او بیا لومړی د سعودي عربستان خلکو ته او اوس د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره د ټولو مسلمانانو د عمرې د ادا کولو لپاره پرانستل شو.

Trending

Exit mobile version