سیمه ییز خبرونه
په سلو كې مركزونه تر امنيتي پوښښ لاندې راغلي- صديق صديقي
امنيت او ټاكنې په افغانستان كې دوه تړلې مسالې دي، ځكه كه امنيت نه وي، د سراسري او رڼو ټاكنو تر سره كيدل نا شوني دي. په دې ورځو كې ټاكل شوې د ټاكنو خپلواك كميسيون د نوم ليكنې يو پړاو پاى ته ورسوي؛ خو په پېنڅه ولسواليو كې د ناامنيو په وجه د رايو كارتونه نه دي ويشل شوي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخېل كه څه هم تر اوسه امنيت د اندېښنې وړ مساله بولي؛ خو تمه لري، چې امنيتي ځواكونه په راروانو پېنځه مياشتو كې جدي اقدامات وكړي او امنيت ټينگ كړي.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وايي:
څوارلس مياشتې مخكې له ټاكنو د رايي وركولو د نږدې اووه زره مركزونو ليست امنيتي بنسټونو ته وسپارل شو. امنيتي بنسټونو د دغو مركزونو د امنيت په اړه په خپلو لومړنيو څېړنو كې ويلي ول، چې د نيمايي مركزونو امنيت له گواښ سره مخ دى. اوس، چې د دې مركزونو په اړه د امنيتي بنسټونو دوه يمه څېړنه پاى ته رسېدلې، دا حالت بدل شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دوه يمو څېړنو په اړه وايي، د رايي وركولو نوي په سلو كې مركزونه د امنيت تر پوښښ لاندې راغلي دي.
بل خوا ولسشمر حامد كرزي هم د ټاكنو خپلواك كميسيون ته ډاډ وركړى، چې امنيتي ستونزې به له منځه ځي.
امنيتي ننگونې د دې سبب شوي، چې د هېواد د پېنځه ولسواليو اوسيدونكي ونه شي كړاى د رايي وركولو كارتونه واخلي. د تاكنو خپلواك كميسيون پرې خفگان ښكاره كړى؛ خو وايي، كه امنيتي ځواكونو دا سيمې بېرته ونيولې، دوى به په كې د رايي وركولو مركزونه پرانيزي.