سیمه ییز خبرونه
په سلو كې پنځوس تاوتريخوالى د افغانستان په ۱۷ ولسواليو كې كېږي
په كابل كې د آيساف عملياتي قوماندان وايي، وسله والو طالبانو د افغانستان ۱۷ ولسوالۍ نا امنه كړې دي.
په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې د نړيوالو ځواكونو د ماموريت د پاى ته رسېدو په درشل كې اوس هم په دغه هېواد كې نا امني دوام لري.
په افغانستان كې د آيساف عملياتي قوماندان آدم فيندلي وايي:
طالبان تر اوسه هم د خلكو لپاره گواښ دى او نيمايي دا گواښونه په سويلي او ختيځو ولايتونو كې دي.
نوموړى همدارنگه زياتوي، چې په سلو كې پنځوس تاوتريخوالى د افغانستان په ۱۷ ولسواليو كې كېږي، چې ډېرې يې په ختيځ او سويل كې دي، د طالبانو تاوتريخوالى دغه راز د كابل ولايت هم گواښي.
هغه زياتوي، د افغان ځواكونو د سمبالتيا په نوې تگلاره كار كوي. د دې تگلارې له مخې افغان ځواكونه به پرمخ تللو وسلو سمبالېږي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې اوس زموږ تگلاره داده، چې د افغان ځواكونو روزنه د ټولي او كنډك له كچې لوړه كړو، چې پېچلي عمليات هم اجرا كړي. افغان ځواكونه اوس د انكشاف په حال كې دي. په اوسني حال كې شل سلنه عمليات آېساف پرمخ وړي، تاسو بايد ډاډه كړو د ناټو ځواكونوعمليات له افغانانو سره په همغږۍ او گډه سرته رسېږي.
د آيساف قومانداني وايي، په تېرو يوولسو كلونو كې د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د وسلو، نقليه واسطو او اړيكو د وسايلو په شمول ۲۵۰ بېلابېل وسايل افغان ځواكونو ته پېرودل شوي دي.
آيساف دغه راز زياتوي، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته افغان ځواكونو ته د پرمختللو جنگي وسايلو د چمتو كولو په اړه بحثونه دوام لري.