سوداگري
په سلګونه افغان سوداګرو په ګاونډ هېوادونو کې پانګونه کړې
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ که دا پانګوال افغانستان ته خپله پانګه راولېږدوي د هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.
د سوداګرۍ او پآنګونې خونې غړي وايي، چې د هېواد سلګونه پانګوال، چې په تېرو څلور لسیزو کې له هېواده وتلي د سمي او ګاونډ هېوادونو پر کچه يي پر میلیاردونه ډالرو پانګونې کړي دي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ که دا پانګوال افغانستان ته خپله پانګه راولېږدوي د هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ د دې پانګوالو ډېره برخه لېواله ده، چې خپلې پانګې هېواد ته را ولیږدوي.
د سوداګرۍ او پانکونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وایي: په تېرو څلور لسیزو کې افغانانو په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي توګه ګاونډ هېوادونو کې پانګونې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ خونه هڅه کوي، چې دا پانګوال بېرته هېواد ته راستانه شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې غړی امید حیدري وایي: مونږ هیله لرو، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې زیاتي کړي. یوه ستونزه، چې افغان پانګوال بهر پانګونه کوي یو علت یې دادی، چې د لته یې د لېږد په بهیر کې ستونزې شته دی.
دوی د اسلامي امارت له سکټوري وزارتونو غوښتنه کړې، چې د هغه افغان پانګوالو د بېر ته را ستنولو لپاره هڅې زیاتې کړي، چې د سیمي او ګانډ هېوادو پر کچه یې ستره پانګونه کړې ده.
د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي هغه افغان پانګوال، چې هېواد ته خپله پانګه راولېږدوي ځانکړي امتیازونه ورته په پام کې نیول شوي دي.
د اقتصادي وزارت مسوولینو ویلي؛ هڅه کوي، چې په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره نوي هڅوونکي پروګرامونه پیل او هیله لري، چې د افغان پانګوالو په ګډون بهرنۍ پانګونې ته زمینه برا بره کړي.
داقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي: د هېواد د صادراتو د پراختیا لپاره مو پانګوالو ته د ځمکنيو او هوايي دهلیزونو له لارې د سوداګرۍ زمینه برابره کړې، چې راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي.
د یادونې ده، چې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا سلګونه افغان او بهرنیو پانګوالو په بېلا بېلو برخو کې پانګونې کړي او اوس هم د پانګونې د جذب بهیر روان دی.