بلخ @ps
په سمنګانو کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
بیات بنیاد په سمنګانو ولایت کې پریو شمېر اړو او بیځایه شویو کورنیو خپلې مرستې په داسې حال کې ووېشلې،چې وروستیو ورښتونو د هغوی ستونزې لاپسې زیاتې کړې وې او مرستو ته یې جدي اړتیا درلوده.
هغوکورنیو،چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي، خوښې دي او د سمنګانو د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده دغه مرستې ډېرې پرځای او ګټورې وبللې.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي،چې د دوی ژمنۍمرستې په زیاترو ولایتونو کې پراړو کسانو ووېشل شي.
بیات بنیاد په سمنګانو ولایت کې پطیو شمېر کورنیو په داسې حال کې مرستې وویشلې،چې د فقر او اقتصادي ستونزو له کبله ګڼ شمېر کورنۍ بیځایه شوياو د ژمې په دې ساړه موسم کې په بېلا بېلو ناروغیو هم اخته شوېدي.
په ځينو سختو شرایطو کې یو شمېر د پاخه عمر کسانو او ماشومانو د ناروغیو او سړو له کبله ژوند خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د بیات بنیاد په دې مرستو کې ځوراکي توکي، البسه او د ماشومانو د خوارځواکي ځواکمن خواړه هم شته، چې د چارواکو په وینا دا مرسته د یوې کورنۍ دوه میاشتني خواړه برابروي.