بلخ @ps
په سمنګانو کې د پستو حاصلات ۹ سلنه لږ شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سمنګانود کرنې ریاست مسوولین وایي، د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله نهه سلنه لږشوي دي.
د سمنګانود کرنې رییس محمد اسلم دانا وایي، تېر کال په دې ولایت کې د پستې ونو پنځوس تر شپیته سلنه حاصل ورکړی و؛خو سږ کال د نامناسبې هوا له امله د پسې حاصلات ښه نه دي.
د هغه په وینا؛هر کال خلک د پستې له حاصلاتو ډېره ګټه اخلي؛خو سږ کال به یې عواید کم وي.
د پستې ځنګلونه په مرکز ایبک،حضرت سلطان، خرم ،سارباغ، دره صوف بالا او فیروز نخچیر سیمو کې دي او ښه پسته له همدې ځنګلونو تر لاسه کیږي.
د سمنګان پسته په نړیوال مارکیتکې ځانګړی شهرت لري او سوداګر پسته هند، پاکستان او اروپایي هېوادونو ته صادروي.