تازه خبرونه
په سمنګان ولايت کې د انګورو حاصلات پېنځلس سلنه ډېر شوي
د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ تېر کال کروندګرو د انګورو ۲۵ زره ټنه حاصل را غونډ کړی و، خو سږ کال تر دېرش زره ټنو رسېدلي دي.
په شمال کې د سمنګان ولايت د فيروزنخچير ولسوالۍ د انګورو باغونه او انګور خپل ځانګړی شهرت لري.
بڼوال آغا محمد له څو کلونو راپدیخوا بڼوالي کوي.
نوموړی وایي، چې سږ کال د انګورو حاصلات ډېر شوي دي.
دی هیله من دی، چې حکومت باید د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.
د دغې سیمې یو بل بڼوال نجیب الله نومی هم د انګورو د حاصلاتو له زياتوالي خوښ دي؛ خو د پلور د بازار او د معياري سړو خونو له نشتوالي شکايت کوي.
د سمنګان ولايت د کرنې ريیس حبیب الرحمن وقاص وايي، چې په دغه ولايت کې د انګورو حاصلات پېنځلس سلنه زيات شوي او هڅه کوي د بڼوالو ستونزې اوارې کړي.
فیروزنخچیر او حضرت سلطان د سمنګان ولایت هغه دوه ولسوالۍ دي، چې د انګورو ښه باغونه په کې دي او انګور یې ډېر مشهور دي. پخوا به د دې ولسوالیو انګور تر پاکسان او هند پورې رسیدل.