تازه خبرونه
په سمنګان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د سمنګان ولایت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي؛ د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي او ٢٤ نور ټپيان دي.
د سمنګان امنيه قومندانۍ زياته کړې؛ دا پېښه نن – پنجشنبه د غویی دیارلسمه) له غرمې مخکې يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو اینو ډوله موټر د بلخ او دره صوف ولسوالۍ ترمنځ له سرک واوښت.
د دغې سرچنې د څرګندونو له مخې؛ ټپيان د دره صوف ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.
دغه راز څرګندوي؛ د درې ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزې یادې شوې دي.