تازه خبرونه
په سمنګان ولایت کې سېلابونو مرګ و ژوبله او ویجاړی رامنځته کړ
د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي، په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله یوه میرمن مړه شوې ده.
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيروزالدين منيب ويلي، دغه میرمن بي بي فاطمه نومېده، چې په سیلاب کې له ډوبېدو وروسته مړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه سېلابونه د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر په کلي کې پرون (دوشنبه د وري څوارلسمه) له سخت باران وروسته راوتلي دي.
که څه هم د دې طبيعي پېښو له کبله د اوښتو مالي زيانونو کره شمېر څرګند شوی ندی؛ خو سرچينې تائيدوي، چې په دغو سېلابونو کې لسګونه د استوګنې کورونه، له شل ډېرې هټۍ او پلورنځي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ ( د وري دولسمه) د سمنګان ولایت په رویدواب ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله له ۱۰۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي وه.