تازه خبرونه

په سمنګان کې د آلمان په همکارۍ د یوه سړک د بیارغونې پروژه بشپړه شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۵, ۱۳۹۹)

د سمنګان او د افغان-آلمان د همکارۍ استازیو د جمعې پر ورځ د ۳.۸ کیلو میتره رغول شوي سړک پرانسته وکړه.

دغه نوی قیر شوی سړک نه یوازې ایبک ښار له ژوندون کلي سره، بلکې د مزارـ کابل له لویې لارې سره یې هم نښلوي.

د دغه سړک پر بیا رغونه ۹۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانستان – آلمان د سیمه ییزې بېخبنا پرمختیايي بودیجې صندوق لخوا ورکړشوی او ۲۲۰۰۰ کسان ترې ګټه پورته کوي.

د سمنګان والي داود کلکان د جمعې پر ورځ ویلي وه: زه ویاړم، چې نن دغه مهم سړک پرانستل شو. مونږ د آلمان له روانو همکاریو ملاتړ کوو.

ښاغلي کلکان هیله من دی، چې د سمنګان نور اړوند سړکونه هم د دغه پروګرام تر، پوښښ لاندې راشي.

نوی قیر شوی سړک به د ایبک او خرم، سرباغ او دوآب ولسوالیو او همداشان مزار شریف، شمال ختیځ ولایتونو او کابل ته سفرآاسانه کړي.

خلکو ته به نه یوازې د اقتصادي ودې آسانتیاوې برابرې کړي، بلکې ښوونځیو، کرهنیزو بازارون، روغتیایی مرکزونو، ولسوالیو او شاوخوا سیمو ته هم د ښه تګه لاسرسی مومي.

د سمنګانو د سړک جوړونې مدیریت مشرذاکر الله نظري ویلي، چې: زه د دې پروژې د پلي کولو پرمهال د RIDF د انجنیرانو له تخنیکي ملاتړ او وړاندیزونو مننه کوم، چې زما د کارمندانو وړتیا یې لوړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ غواړو ورته نورې پروژې هم د دوی په همکارۍ پلي کړو او په راتلونکي کې وکولی شو، چې دغه راز پروژې په خپلواکه توګه پلي کړو.

هغه زیاته کړې؛ مونږ دغه راز کارونو ته ژمن یو او د نوي جوړ شوي سړک ساتنه به هم کوو.

د ایبک او ژوندون درې تر منځ سړک اوس نه یوازې د مزار شریف – کابل له لویې لارې سره ونښلول شو، بلکې  لید نښې او ځانګړې ترافیکي لارښوونې هم لري.

دغه ښار پلې لارې هم لري، چې پلیو خلکو ته یې د پلي ګرځیدو آسانتیاوې برابرې کړې دي.

د فاضله اوبو سیستمونه ښه شوي، سړک د اوبو د ډېریدو او سیلابونو په مقابل کې محافظت شوی او د ۱۸میاشتو په بهیر کې یې د سیمې خلکو ته د ۳۰۰  بېلابېلو دندو کاري زمینې هم رامنځته کړې دي.

Trending

Exit mobile version