نړۍ

په سودان کې له پیل شوې کورنۍ جګړې ۶۵۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۲)

د سودان خبري سرچينو د دغه هېواد د پلازمېنې خرطوم په ختيځ کې د «چټک ملاتړ» ځواکونو او پوځ ترمنځ له نښتو خبر ورکړ.

د دغو رپوټونو له مخې، نښته د درندو وسلو پر ډزو پیل شوې ده.

د سودان د داکترانو مرکزي کمیتې پرون ( د وري ۲۶ / د اپریل ۱۵ ) د پېښو د ځاني زیانونو د لومړني نوملړ پر خپرولو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۶ تنه اعلان کړ او وایي، چې ۵۹۵ ټپیان په پو ځي روغتونونو کې بستر دي.

د سودان د داکترانو کمیتې د هغو نښتو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه، چې د بې ګناه ملکي وګړیو د وژل کیدو سبب شوې دي.

دوی وایي، چې په روانو نښتو کې ۵۶ کسان وژل شوي او ۵۹۵ نور ټپیان دي.

دې کمیتې د توقیف شویو او ټپیانو د ایستلو او د جګړې د سیمو قربانیانو ته د لومړنیو مرستو رسولو لپاره خوندي لارې پرانیستې.

دغې کمیتې د ترافیکي ستونزو او د امنیتي ځواکونو لخوا د امبولانسونو او مرستندویه کارکوونکیو د جګړې سیمې ته د ننوتلو د مخنیوي له کبله د ټپیانو د مرګ و ژوبلې د زیاتېدو احتمال زیات شوی دی.

د سوداني رسنیو له مخې؛ د خرطوم په ختیځ کې د سوداني پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. دا هم ویل شوي، چې د چټک ملاتړ ځواکونه د خرطوم په شمال کې د “ماروي” هوايي ډګر په کنټرول کې لري.

په ورته وخت کې د “مراوي” سیمې یو زیات شمېر اوسېدونکیو د جګړو د دوام له وېرې دغه سیمه پرېښې ده.

د سودان پوځ څرګنده کړې: د بریا ساعت نږدې دی. مونږ پر هغو بېګناه وګړیو رحم کوو، چې د باغي ملېشو لخوا په دغه بې رحمانه عمل کې وژل شوي او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو او خدای دې وکړي، چې ژر تر ژره خپلو دردیدلو خلکو ته ښه زیری ورکړو.

دغه راز زیاتوي: مونږ خپله جګړه پر عزم او تمرکز اداره کوو. مونږ د عملیاتو عمومي وضعیت په بشپړه توګه تر څارنې لاندې لرو او د عمومي قومندانۍ د محاصرې په اړه د یاغیانو ادعا بې بنسټه ده. دا سمه ده، چې شخړې اوس هم روانې دي؛ خو وضعیت د ثبات پر لوري روان دی او د اندېښنې اړتیا نشته.

نښتې د سودان د پوځ لخوا پلازمېنې ته نږدې د چټک ملاتړ ځواکونو پر کمپ د هوایي بریدونو سره پیل شوې، چې د هېواد بشپړ حاکمیت وژغورل شي.

عیني شاهدانو د شنبې پر ماښام ویلي، چې د سودان پوځ پلازمېنې خرطوم ته څیرمه د عمران په ښار کې د چټک ملاتړ ځواکونو پر یوه کمپ بمبارد وکړ.

Trending

Exit mobile version