تازه خبرونه
په سوداګریزو بانکونو کې د مشتریانو پر امانتونو د محدودیتونو کچه را ټیټه شوه
(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۲)
د افغانستان بانک د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۹ ) څرګنده کړې، چې اوس دالري حساب لرونکي په اوونۍ کې ۱۰۰۰ امریکایي دالر اخیستلی شي او په میاشت کې یوازې یوځل له خپل حسابه ۳۰۰۰ امریکایي دالر تر لاسه کولی شي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري زیاته کړې؛ د افغانۍ حساب لرونکي په اوونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او په میاشت کې یوازې یو ځل ۲۵۰۰۰۰ افغانۍ اخیستلای شي.